20 تله 1404 - 17:35
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د مرکز رییس یاراحمدي، یزد ولایت کې د افغان کډوالو د منظمولو په یوې غونډه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د وضعیت د ټاکلو د طرحې په پلي کولو سره به په ایران کې د قانوني وګړو شتون درې سلنې ته راټیټ شي.
د صدا و سیما د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي زیاته کړې، چې اوسمهال په ایران کې د افغان کډوالو شتون له شپږ سلنې زیات دی او په ځینو ولایتونو کې دا شمېره حتی لوړه ده.
هغه ویلي: «د وګړو د وضعیت د ټاکلو د طرحې په پلي کولو سره، موږ هڅه کوو چې دا کچه درې سلنې ته راټیټه کړو.»
یاراحمدي د کډوالو په اړه د قانون منلو پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «زموږ باور دا دی چې یوازې قانوني وګړي کولای شي په هېواد کې پاتې شي او غیرقانوني وګړي باید وشړل شي. د دې طرحې موخه د قانوني شتون تضمین او په هېواد کې د شته وګړو بشپړ منظمول دي.»
د هغه په وینا، په تېرو اوو میاشتو کې د دغې طرحې له پلي کولو راهیسې، له ایرانه څه باندې یو مېلیون او ۴۱۰ زره «غیرقانوني» افغان کډوال ایستل شوي دي.