Search

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نندارتون کې د ایراني پلاوي ګډون

News image
25 لړم 1404 - 22:11
کابل ټربیون_ په کابل کې د ایران سفارت وايي چې د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې یو پلاوی د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ څلورم نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی دی.
په یوې اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۲۵مه) خپره شوې، راغلي چې ایران په ۴۰ غرفو او له څه باندې ۱۰۰ سوداګرو سره په دغه نندارتون کې ګډون کوي.
د ایراني پلاوي ترکیب د سوداګرۍ خونې لوړپوړي مشران او له افغانستان سره ګډ سرحد لرونکو ولایتونو د خونو رئیسان شامل دي.
د امام ابوحنیفه نړۍوال نندارتون ټاکل شوې چې د لړم له ۲۶ تر ۲۹مې په کابل کې جوړ شي او د څه باندې ۱۵ هېوادونو سوداګر او پانګوال به په‌کې ګډون وکړي.
دا پېښه د افغانستان له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د صنعتي او سوداګریزو همکارۍ پراختیا لپاره نوې زمینه برابروي.