noDate
کابل تربیون – د کنړ د زلزله ځپلو لپاره د ښځینه ډاکټرانو د سخت کمښت له امله، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له طالبانو غوښتي چې د ښځینه ډاکټرانو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه لغو کړي.
موکتا شرما، چې په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مرستیاله ده، د دوشنبې په ورځ (د سنبلې ۱۷مه) رویټرز ته ویلي:
په دې ولایت کې ۹۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي نارینه دي او یوازې ۱۰ سلنه ښځې په دې برخه کې کار کوي.
خو دا ښځینه ډاکتران د پرمختللو درملنو لکه جراحۍ وړتیا نه لري، له همدې امله ډېری ښځې د روغتیایي خدمتونو له ترلاسه کولو بېبرخې پاتې کېږي، ځکه هغوی نه غواړي د نارینه ډاکټرانو له لوري تداوي شي.
نوموړې ټینګار کړی چې د ښځینه ډاکټرانو کموالی د زلزله ځپلو سیمو له جدي ستونزو څخه دی.
همداراز، د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو یادونه کړې چې ښځینه ډاکتران پرته له محرم نه شي کولای لرې پرتو سیمو ته سفر وکړي.
ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په کنړ کې د وروستۍ زلزلې له امله تر ۱۱ زره او ۶۰۰ ډېرې امیندوارې ښځې زیانمنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د طالبانو مشر د لوړو زده کړو په ډګر کې نجونې د طب، قابلګۍ، نرسنګ او ځینو نورو څانګو له زده کړو منع کړې وې.