noDate
کابل تربیون – د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو د درې اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې د ۷۵ منډو په توپیر له پاکستانه ماته وخوړه.
په پرونۍ (د سنبلې ۱۶مه) لوبه کې، پاکستان د خپلو اتو ۸ لوبغاړو له سوځېدو وروسته افغانستان ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه.
خو د افغانستان ټیم په ۱۶ اورونو کې یوازې ۶۶ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د توپ اچونې په برخه کې، راشد خان درې ویکټې، نور احمد او فضلالحق فاروقي هر یو دوه ـ دوه ویکټې، او اللهمحمد غضنفر یوه ویکټه واخیسته.
افغانستان له دې وړاندې په همدې سیالیو کې په خپل درېیمه ګروپي لوبه کې پاکستان د ۱۸ منډو په توپیر مات کړی و، چې دا د روانو سیالیو په لړ کې د افغانستان لومړۍ بریا وه.