Search

محمد یوسف کارګر د فیفا د پراختیايي او تخنیکي کمېټې غړی شو

News image
21 لړم 1404 - 18:29
کابل ټربیون_ د افغانستان د فوټبال فډراسیون ویلي چې د دغه فډراسیون رییس، محمد یوسف کارګر، د فوټبال نړۍوال فډراسیون (فیفا) د پراختیايي او تخنیکي کمېټې غړی ټاکل شوی دی.

دغه فډراسیون د چهارشنبې په ورځ (د لړم په۲۱مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه لاسته راوړنې په مناسبت، د ملي اولمپیک کمېټې او د ورزش ادارې له خوا د ملي اولمپیک کمېټې په تالار کې یوه غونډه جوړه شوه چې په‌کې د مشرتابه غړو، د ورزش مینه‌والو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د فوټبال فډراسیون په وینا، دا د افغانستان د فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د هېواد د فډراسیون یو غړی په نړۍواله کچه د فیفا د یوې له مهمو کمېټو غړیتوب ترلاسه کوي.