Search

اردوغان: نړۍواله ټولنه دې د افغانستان خلک یوازې نه پرېږدي

News image
noDate

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د انساني ارزښتونو او د ټولنیزې منلتیا پر بنسټ لار غوره کړي.

هغه په دې غونډه کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې په دې کړکېچن وخت کې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.

اردوغان په خپلو خبرو کې وویل:«په افغانستان کې زموږ بنسټیزه غوښتنه دا ده چې اوسنۍ اداره دې داسې تګلاره غوره کړي چې ټولنه په غېږ کې ونیسي او انساني ارزښتونه په پام کې ونیسي.

په دې بهیر کې، دا اړینه ده چې نړۍواله ټولنه دې د افغانستان خلک یوازې پرې نږدي. د ترکیې ملت به تل د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.»

هغه خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې بې‌ثباتي کولای شي د دې هېواد له پولو هاخوا هم پراخه شي.

 دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له جدي بشري بحرانونو او مخ په زیاتېدونکي انزوا سره مخ دی. په ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، دوی پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي؛ دوی له منځنيو ښوونځیو، پوهنتونونو، ډېرو دندو او عامه ځایونو ته له تګه منع شوي دي.

د اردوغان ترڅنګ، د ازبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې ټینګار وکړ چې نړۍواله ټولنه باید اجازه ورنه‌کړې چې افغانستان په انزوا کې پاتې شي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره دې هېواد ته پاملرنه ضروري وبلله.

میرضیایف زیاته کړه: «کله چې موږ د نړۍوال او سیمه‌ییز پایښت لرونکي امنیت په اړه خبرې کوو، نشو کولی له افغانستانه سترګې پټې کړو. د افغانستان د خلکو د ارمانونو ملاتړ د نړۍوالې ټولنې د همغږو او یو موټي هڅو ته اړتیا لري.»

د تاجیکستان ولسمشر امام‌علي رحمان هم په همدې غونډه کې په افغانستان کې د ثبات او اقتصادي ودې پر اهمیت ټینګار وکړ او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دې هېواد ختیځو زلزله‌ځپلو سیمو ته سمدستي مرستې واستوي.

هغه وویل:«موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې زیانمنو شوو خلکو، په ځانګړې توګه په وچکالۍ او زلزله‌ځپلو سیمو کې، سمدستي مرستې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته بهرنۍ مرستې په شدت سره کمې شوې دي. د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونه اټکل کوي چې د افغانستان د ۴۰ مېلیونه نفوس له نیمایي زیات بشري مرستو ته اړتیا لري.