Search

ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره نوې هوکړه لاسلیک کړه

News image
noDate

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د دې سازمان د ښځو چارو د ادارې اجرایوي رییسې، سیما باهوس، اعلان کړی چې دغې ادارې، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې، له اروپایي ټولنې سره یوه نوې هوکړه لاسلیک کړې چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پروګرامونه پیاوړي کړي.

 باهوس د پنجشنبې په ورځ(د تلې په ۳مه) د اېکس په ټولنیزې شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې دا هوکړه‌لیک د اروپایي ټولنې د استازي یوزف سیکلا په شتون کې لاسلیک شوی او موخه یې افغان ښځو او نجونو ته د مرستو پراخول دي.

 هغې ټینګار کړی:«په افغانستان کې ښځې او نجونې له خورا سختو محدودیتونو او شاتګونو سره مخ دي.» باهوس زیاته کړې چې اروپایي ټولنه د ملګرو ملتونو یوه له «تر ټولو مهمو او حیاتي ملګرو»ده چې د جنسیتي برابرۍ د ټینګښت په لار کې مرسته کوي.

 دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د ښځو او نجونو پر فردي ازادیو، ټولنیزو، اقتصادي او ورزشي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

 دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړي او د ښځو کار یې هم په ډېریو دولتي ادارو او خصوصي بنسټونو کې هم منع کړی دی.

 دغه کړنې تل د بشري حقونو بنسټونو له خوا غندل شوي او د ښځو او نجونو د حقونو ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.