Search

طالبان: د تلې میاشتې صادراتو ارزښت ۲۷۴.۹ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی

News image
25 لړم 1404 - 16:09 حمیم حلیم

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ه ش کال د تلې میاشتې د صادراتو او وارداتو ارقام راټول او تحلیل کړي دي، چې له مخې یې په صادراتو کې ۴۵ میلیونه ډالر زیاتوالی او وارداتو کې ۶۴ میلیونه ډالر کموالی راغلی دی.

د ادارې په راپور کې راغلي چې تېره میاشت د هېواد ټول صادرات ۲۷۴.۹ میلیونه ډالر او واردات یې ۱,۱۶۸.۴ میلیونه ډالر ته رسېدلي دي. د روان کال د وږي میاشتې په پرتله، د صادراتو ارزښت ۴۵.۱ میلیونه ډالر زیات شوی، او په وارداتو کې د وږي میاشتې پرتله ۶۴.۲ میلیونه ډالر کموالی راغلی دی.

د یادې ادارې له مخې، په تلې میاشت کې تر ټولو زیات صادرات هند، پاکستان، ترکیه او متحده عربي اماراتو ته شوي، او تر ټولو زیات واردات د ایران، چین، پاکستان او متحده عربي اماراتو څخه ترسره شوي دي.

دغه راپور د هېواد د سوداګریزې او اقتصادي وضعیت د تحلیل لپاره د طالبانو د احصایې ادارې د تازه معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی.