د طالبانو د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ معین محمد اسحاق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د ترانسپورټ او لوجسټیک په نړیوال فورم او نندارتون کې ګډون کړی دی.
دا ناسته د روان کال د لړم په له ۱۱مې تر ۱۳مې نیټې ترسره شوې وه چې
پکې د سیمې او نړۍ د څو هېوادونو لوړپوړو چارواکو او د رېل پټلۍ شرکتونو ګډون کړی
و.
د فورم پر مهال د ترانسپورټ او لوجسټیک نوې ټکنالوژۍ، پروژې او لاسته
راوړنې معرفي او نندارې ته وړاندې شوې. د نندارتون په څنډه کې د طالبانو د ټولګټو
وزارت پلاوي یو لړ مهمې دوه اړخیزې او څو اړخیزې لیدنې هم لرلې.
مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د متحده عربي اماراتو د رېل پټلۍ ادارې له
پلاوي، د قزاقستان د رېل پټلۍ له مرستیال، د اوزبیکستان د رېل پټلۍ له رئیس او
لومړي مرستیال، او د افغان ـ ترانس پروژې له استازو سره جلا جلا لیدنې وکړې. په دې
لیدنو کې د هرات ـ کندهار د رېل پټلۍ د جوړولو د عملي کار پیل، د افغانستان او چین
ترمنځ د سوداګریزو توکو د ترانزیت لګښتونو کمول، د قزاقستان له لارې د ترانزیت د
اسانتیاوو برابرول او د افغان ـ ترانس پروژې د تخنیکي او اقتصادي څېړنو پيل په
شمول څو مهمې موضوعګانې تر بحث لاندې نیول شوې.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په وینا، په دې لیدنو کې د رېل پټلۍ له لارې
د سوداګریزو لېږدونو د اسانتیاوو زیاتولو، د بیو د کمولو او د سوداګرو لپاره د
لوژسټیکي خدماتو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې. دواړو لورو په دوامدارو دوه اړخیزو
او څو اړخیزو همکاریو، د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا او د سیمه ییزو سوداګریزو
دهلېزونو د پراخولو ټینګار کړی.