د طالبانو د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتي، چې له پاکستان سره سوداګري بنده کړي او د وارداتو او صادراتو لپاره بدیلې لارې ولټوي.
دا خبرې ملا برادر د چهارشنبې په ورځ، د لړم ۲۲مه، په کابل کې د سوداګرو او صنعتکارانو
یوې غونډې ته کړې دي. نوموړي په دغه غونډه کې د پاکستان د سوداګریز بدیل موندلو
لپاره درې میاشتې مهلت ټاکلی دی.
ملا برادر ټینګار کړی چې که پاکستان غواړي له افغانستان سره سوداګریزې
لارې پرانیستې پاتې شي، باید پیاوړې او د باور وړ ضمانتونه وړاندې کړي. هغه ویلي،
دا لارې به یوازې هغه مهال خلاصې وي، چې ډاډ ترلاسه شي دا مسیرونه «په هېڅ حالت
کې، نه د جګړې او نه د سولې په وخت کې» بېرته نه تړل کېږي.
ملا برادر زیاته کړې، طالبان پریکړه کړې چې له پاکستان پرته د سوداګرۍ
او ترانزیت بدیلې لارې برابرې کړي. نوموړي همداراز ویلي، طالبان به د پاکستاني
توکو سوداګري ونهشي ملاتړ کولای، آن د درملو په برخه کې هم، او امر یې کړی چې د
پاکستاني درملو واردات دې ودرول شي.
په همدې غونډه کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزېزي
ویلي، چې د پاکستان له لارې سوداګري او ترانزیت د تېرو لسیزو په اوږدو کې د افغان
سوداګرو لپاره تر ټولو زیانمن مسیر پاتې شوی.
عزېزي زیاتوي: «هرکله چې د تازه او وچو مېوو د حاصلاتو موسم راشي،
پاکستان د بېلابېلو پلمو په پلمه د سوداګرۍ لارې بندوي.» هغه ټینګار کړی، که
سوداګري له پاکستان سره دوام کوي، نو باید د افغانستان دننه د محصولاتو
بازارموندنه خپله پاکستان ترسره کړي، نه افغان سوداګر.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر همداراز ویلي، هڅې روانې دي څو هغه ۱۲ زره
کانتینرونه خلاص شي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستیو ترینګلتیاوو پر مهال په
پاکستان کې درول شوي دي.
عزېزي په پای کې ویلي، «زموږ تګلاره دا ده چې خصوصي سکتور باید له
سیاسي سیالیو لرې وساتل شي.»
په ورته وخت کې کابل تریبیون د افغانستان د وچو مېوو د صادرونکو
اتحادیې ته د طالبانو لخوا یو استول شوی پریکړه لیک ترلاسه کړی چې پکې سوداګرو ته،
له پاکستان سره د سوداګریز بدیل موندلو لپاره درې میاشتې مهلت پکې ټاکل شوی دی.
طالبانو د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال م عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتي، چې له پاکستان سره سوداګري بنده کړي او د وارداتو او صادراتو لپاره بدیلې لارې ولټوي.