Search

ملګرو ملتونو له اروپایي ټولنې سره د افغان ښځو د ملاتړ لپاره نوی تړون لاسلیک کړ

News image
noDate کابل ټربیون


د ملګرو ملتونو د مېرمنو د چارو د ځانګړې ادارې اجرایوي مشرې، سیما باهوس، اعلان کړی چې د افغانستان د مېرمنو د ملاتړ په موخه د اروپایي ټولنې سره نوی تړون لاسلیک شوی دی.

آغلې باهوس د پنجشنبې په ورځ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا تړون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې ناستې پر مهال په نیویارک کې د اروپایي ټولنې له استازي یوزف سیکلا سره لاسلیک شوی دی.

د هغې په وینا، تړون به د افغانستان د ښځو لپاره د ځانګړو ملاتړیو پروګرامونو د پراختیا لپاره وکارول شي. باهوس زیاته کړې: «افغان ښځې او نجونې د نړۍ له سختو محدودیتونو سره مخ دي او د پخوا په پرتله ډېر د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.»

هغې ټینګار وکړ چې اروپایي ټولنه د ملګرو ملتونو یو مهم شریک دی، په ځانګړې توګه د جنسیتي برابري په برخه کې. د واک ته له رسېدو وروسته، طالبانو افغان مېرمنې له خپلو اساسي حقونو لکه زده‌کړې، کار او د ژوند له نورو چارو محرومې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، طالبانو تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي چې په هغو کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ښکاره سرغړونې ثبت شوې دي.