noDate
کابل تربیون – د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر په افغانستان کې د مېندو د مړینې د زیاتېدو او د ځوانو نجونو د امېندوارۍ د لوړې کچې په اړه، چې د وخت نه مخکې ودونو له امله رامنځته شوې، خبرداری ورکړی دی.
دغه اداره د یکشنبې په ورځ (د سنبلې ۱۶مه) په ایکس کې لیکلي چې د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله وروسته، د ښځو د روغتیا او حقونو وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ دی.
په اعلامیه کې راغلي: «د مېندو د مړینې خطر په زیاتېدو دی؛ په ځانګړې توګه د ماشومو ودونو له امله د تنکیو نجونو د زېږونونو په زیاتېدو سره.»
دغه دفتر ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره اقدام وکړي.
د ښځو او بشري حقونو مدافع سازمانونو هم څو ځله د طالبانو د محدودیتونو د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو ژوند یې اغېزمن کړی، په ځانګړي ډول د زده کړو د منع کېدو له امله.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د وروستي راپور له مخې، که دغه محدودیتونه تر ۲۰۲۶ کال پورې دوام وکړي، د ماشومو ودونو کچه به ۲۵ سلنه لوړه شي، د ځوانو نجونو د وخت نه مخکې زېږونونه به ۴۵ سلنه زیات شي او د مېندو مړینه به لږ تر لږه ۵۰ سلنه لوړه شي.
دغه راز اقتصادي کړکېچ کورنۍ اړ ایستلې چې خپلې لوڼې د وخت نه مخکې ودوي، او ځینې کورنۍ آن دې ته مجبورې شوې چې خپل ماشومان وپلوري.