Search

هرات کې د هېواد د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې د هرکلي لپاره ځانګړي مراسم جوړیږي

News image
21 لړم 1404 - 11:26 حمیم حلیم

د طالبانو د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ (۲۳ لړم ۱۴۰۴) هرات ولایت د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې کوربه وي.

سعیدي زیاته کړه، د هرات سیمه‌ییزو چارواکو د دې اتلې لوبډلې د هرکلي لپاره ځانګړی پروګرام ترتیب کړی، چې د هرات په ورزشي لوبغالي کې به ترسره شي.

نوموړي له هراتیانو غوښتنه کړې چې په مینه او خوښۍ سره په دې مراسمو کې ګډون وکړي او له هغو اتلانو تجلیل وکړي چې د هېواد نوم یې په نړیوالو سیالیو کې وځلاوه.

تر دې وړاندې د هېواد په خوست او پکتیا ولایتونو کې هم د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې هرکلی په پراخه کچه ترسره شوی و.