په کابل کې د امام ابو حنیفه(رح) تر نوم لاندې څلورم ملي او نړیوال نندارتون د طالبانو د لاسي صنایعو د پراختیا شرکت، د یو شمېر وزارتونو او خصوصي بنسټونو په همکارۍ، او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربتوب پرانیستل شو.
د
لاسي صنایعو دا ننداراتون دوشنبه، ۲۶ لړم مه پرانستل شو.
د طالبانو د لاسي
صنایعو د پراختیا یاد شرکت له کابل ښاریانو، ملي سوداګرو، تولیدونکو او پانګوالو
غوښتي چې د افغان لاسي صنایعو د ملاتړ او ترویج لپاره د دغه شرکت د VIP تالار او مختلفو
غورفو لیدنه وکړي او له دې لرغوني صنعت څخه نږدې
معلومات تر لاسه کړي.
د نندارتون مسؤلین وايي، دا څلور
ورځنی نندارتون به د عقرب له ۲۶مې څخه د قوس تر ۲مې نېټې پورې د کابل په چمن حضوري
کې د افغانستان د نړیوال نندارتون په تالارونو کې دوام ومومي.