کابلټریبیون (کېټي)— د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، درې پېښې په کندهار ولایت، دوه د ننګرهار ولایت په
بټي کوټ او گوشته ولسوالیو او یوه پېښه د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې
ده.
په دې سره، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د ثبت
شویو پېښو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې
وړاندې د پولیو په اړه راپور شوې پېښې نه وې تایید کړې او مشکوکې یې بللې وې.