کابلټریبیون (کېټي)-- د پاکستان پوځ وايي، امنیتي ځواکونو یې د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه، د شمالي وزیرستان لوري ته د اوښتو پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ۱۵ غړي وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې
په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عملیات د اګسټ د ۳۱مې او د سپټمبر د لومړۍ نېټې ترمنځ شپې ترسره شول.
د پوځ په وینا، امنیتي ځواکونو له دې ډلې سره ۳۶ ساعته نښته وکړه او د
دقیقو عملیاتو په پایله کې یې ۱۵ وسله وال ووژل.
پاکستاني پوځ په خپله خبرپاڼه کې دغه وسله وال د «فتنه الخوارج» غړي
بللي، هغه اصطلاح چې پاکستاني چارواکي یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي د
غړو لپاره کاروي.
د پاکستان پوځ ویلي چې د تعقیبي تصفیوي عملیاتو پر مهال له وژل شویو
کسانو څخه د پام وړ اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
اسلاماباد ویلي چې دغه پېښه یو ځل بیا د پاکستان هغه دریځ تاییدوي چې
د طالبانو اداره د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو د
فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.
پاکستاني پوځ ویلي چې د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د پاتې
وسله والو د لټون او له منځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي.