Search

یوناما: له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې ۴۰ زره ملکیان وژل شوي

News image
10 وږی 1405 - 13:21 خالد حمیدزوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د وسله‌والو شخړو د قربانیانو په اړه په خپل تازه څېړنیز راپور کې ویلي چې د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ پورې، د ۴۰ زره ملکیانو وژل کېدل او د ۷۷ زرو څخه د ډېرو نورو ټپي کېدل مستند شوي دي.

په راپور کې راغلي چې تقریباً ټولو مرکه شویو کسانوڅخه ۹۵ سلنه د عاطفي یا رواني زیانونو راپور ورکړی، چې پکې خفګان، اضطراب، د تیرو پېښو ناڅاپي بیا راپه یادیدل او د ټروما اړوند نورې نښې شاملې دي، په داسې حال کې چې له نیمايي زیاتو کسانو (۵۸ سلنه) د جګړې له امله فزیکي زیانونه لیدلي دي. ګن شمیر لا هم له مزمنو دردونو کړیږي او/یا د ټپي کیدو له امله معلول شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د یوناما سرپرستې، جورجیټ ګانیون ویلي: «هغه مرکې چې موږ ترسره کړې دي، د ټولیزرواني زیان (ټروما) ژوروالی او پراخوالی په ګوته کوي چې لا هم په افغان ټولنه کې دوام لري. دا څرګنده ده چې د تیر وخت پیښې اوس هم پر ګڼ شمیر قربانیانو او د هغوي پر کورنیو اغیز کوي. د قربانیانو د اړتیاوو ته د رسیدګی لپاره مهمه ده چې ترسره شوی زیان ومنل شي او رښتینې ژمنه وشي چې د قربانیانو غږونه او حقونه یې په محور کې وي.»

یوناما وايي چې، قربانیانو څرګنده کړې چې د درملنې د لګښتونو، ویجاړو شویو کورونو د بیارغولو، یا د جګړې وروسته د خپلو کورنیو څخه د ملاتړ توان نلري. په جګړه کې کونډې شوې ښځې تر ډیره د اقتصادي ناامنی سره مخامخې دي ځکه د افغانستان برحاله چارواکو داسې محدودیتونه وضع کړي چې کار ته د ښځو لاسرسۍ محدودوي.

عدالت او مرستې ته د لاسرسي پر وړاندې لويو خنډونو ته په کتنې سره، د مرکه شویو نیمایي څخه ډیرو (۵۵ سلنه) عدالت ته د لاسرسي، د خسارې جبران یا د حقونو د احقاق کومې بلې لارې لپاره هیڅ هڅه نده کړې، ځکه چې تر ډیره دوي باور درلود چې اندیښنې یې جدي نه ګڼل کیږي او یا هم د غچ اخیستنې څخه یې ویره درلودله. له هغو مرکه شویو څخه چې د خسارې جبران یا مرستې لپاره یې هڅه کړې وه، ۶۴ سلنو راپور ورکړی چې هڅې یې بې پایلې وې. چارواکو یا اداراتو سره د ښکیلتیا پر مهال، مرکه شویو کسانو د اداري خنډونو، د ځواب نشتون، د تبعیض احساس او محدودې روڼتیا په اړه راپور ورکړی.

یوناما زیاتوي، کله چې د دوي د اړتیاو په هکله ورڅخه پوښتنه وشوه، قربانیانو مالي جبران (۸۱ سلنه)، عدالت ته لاسرسی (۴۸ سلنه) او د پيښو د بیا تکرار څخه مخنیوی (۴۷ سلنه) په ګوته کړل.

دغه راپور په افغانستان کې د څو لسیزو وسله والې جګړې نه پاتې میراث ته د رسیدګی لپاره د یوې هراړخیزې تګلارې غوښتنه کوي چې قربانیان یې په محور کې وي. راپور ټول اړخونه، چې جګړې له امله مسؤل دي، هڅوي چې د حساب ورکولو د هڅو څخه ملاتړ وکړي او په هغو چارو کې ونډه واخلي چې د قربانیانو حقونو او اړتیاوو ته رسیدګي کو.

یوناما له طالبانو غوښتي چې داسې اقدامات ترسره کړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د قربانیانو او د هغو کسانو حقونه تأمین شوي چې د جګړې له امله اغیزمن شوي دي.