د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې له ۱۰۷۰ کروندګرو سره د جوارو او ماشو د اصلاح شویو تخمونو او کېمیاوي سرو مرسته شوې ده.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مرستې د کندهار ښار او د ډنډ،
ارغنداب، لوړ شاولیکوټ، ژړۍ، خاکرېز، غورک، لوړ میوند، ارغستان، نېش او میانشین
ولسوالیو پر کروندګرو وېشل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۹۰۵ کروندګرو
ته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شوي تخمونه او ۱۰۰ کیلوګرامه سپینه او توره کېمیاوي
سره ورکړل شوې ده. همدارنګه، ۱۶۵ نورو
کروندګرو ته اته کیلوګرامه د ماشو اصلاح شوي تخمونه او ۵۰ کیلوګرامه سپینه او توره
کېمیاوي سره وېشل شوې ده.
د سرچینې په وینا، دغه مرستې د کروندګرو د ملاتړ او د نشهیي توکو د
کښت لپاره د بدیلو معیشتي لارو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې دي.
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په افغانستان کې د کرنیز سکټور د ملاتړ په موخه له کلونو راهیسې د
اصلاح شویو تخمونو، کېمیاوي سرو، کرنیزو وسایلو او تخنیکي روزنو پروګرامونه پلي
کوي. دغه سازمان په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د کوکنارو د کښت کچه لوړه ده، د
بدیل معیشت د رامنځته کولو لپاره له کروندګرو سره د کرنیزو مرستو لړۍ روانه ساتلې
ده.