د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۴۱۶ افغان بندیان ازاد شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان کې د قانوني
اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو. د خبرپاڼې له مخې، دوی تر خوشې کېدو وروسته
د ډیورنډ فرضي کرښې د چمن ـ سپین بولدک او تورخم لارو افغانستان ته راستانه او
خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له
مخې، تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۶۳۸
افغان بندیان ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي وو.
پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د بې اسنادو بهرنیانو د ایستلو لړۍ
ګړندۍ کړې، چې له امله یې زرګونه افغانان یا ایستل شوي او یا هم د اسنادو د نه
لرلو په تور نیول شوي دي. په دې موده کې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه په
پرلهپسې ډول افغان بندیان ازادېږي او د چمن ـ سپین بولدک او تورخم له لارو
افغانستان ته ستنېږي.