کېپيبياېس (KPBS) راپور ورکړی چې د امریکا یو شمېر قانون جوړوونکو په قطر کې د امریکا تر ادارې لاندې د اسسیلیه په کمپ کې له بند پاتې افغان کډوالو سره مجازي لیدنه کړې ده. په دغه کمپ کې له زرو څخه ډېر افغانان د امریکا د کډوالو د مېشتېدو د پروګرام له ځنډېدو وروسته له یوه کال څخه زیات وخت راهیسې پاتې دي.
د راپور له مخې، دغه افغانان د جو بایډن د ادارې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د بیا مېشتېدو د پروسې په ترڅ کې د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدول شوي وو. خو وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ بېرته واک ته ورسېد، د کډوالو د منلو پروګرام یې وځنډاوه او وروسته یې پر افغانانو د سفر او ویزو بندیز هم ولګاوه، چې له امله یې د دوی د لېږد بهیر ودرېد.
د کېپيبياېس د راپور له مخې، د کمپ اوسېدونکي هغه افغانان دي چې په افغانستان کې یې د شل کلنې جګړې پر مهال له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه، او د هغوی د کورنیو غړي هم ورسره دي. د افغانایوک (AfghanEvac) په نوم غیرانتفاعي بنسټ اټکل کړی چې په دغه کمپ کې له ۴۰۰ څخه ډېر ماشومان او ۱۷ امیندواره ښځې اوسېږي.
دا مجازي غونډه د استازو جرګې غړي سکاټ پیټرز په مشرۍ ترسره شوه، چې د استازو جرګې غړي لو کوریا او سناتور ریچارډ بلومنتال هم پکې ګډون درلود. افغان کډوالو په دې غونډه کې قانون جوړوونکو ته ویلي چې د رواني روغتیا له ستونزو سره مخ دي او د خپلو ماشومانو د راتلونکې په اړه جدي اندېښنې لري.
یوې افغانې مور قانون جوړوونکو ته ویلي، هغې او د هغې درې ماشومان له یو کال او اوو میاشتو راهیسې په کمپ کې ژوند کوي. هغې زیاته کړې چې ماشومان یې نږدې دوه کاله کېږي ښوونځي ته نه دي تللي او له زدهکړو وروسته پاتې شوي دي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د ۱۴۰۵ کال د تلې تر پایه دغه کمپ وتړل شي. ویل کېږي، امریکايي چارواکي د دغو افغان کډوالو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد یا بېرته افغانستان ته د ستنولو پر لارو چارو هم غور کوي.
راپور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه تازه معلوماتي راپور په حواله ویلي، دا مهال د افغانانو له ۲۳ زرو څخه ډېرې د ویزې غوښتنلیکونه تر ارزونې لاندې دي، خو روان کال تر اوسه هېڅ افغان ته د ځانګړې کډوالۍ ویزه (SIV) نه ده ورکړل شوې.
امریکايي قانون جوړوونکو افغان کډوالو ته ډاډ ورکړی چې د دوی د وضعیت د حل لپاره به پر مارکو روبیو او د کانګرس پر نورو غړو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته لسګونه زره افغانان، چې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره یې همکاري کړې وه، د امریکا د کډوالۍ او ځانګړو ویزو پروګرامونو ته شامل شول. خو د امریکا د کډوالو د منلو د پروګرام له ځنډېدو او د سفر محدودیتونو له امله زرګونه افغانان لا هم په قطر، پاکستان او نورو هېوادونو کې د خپلو دوسیو د برخلیک په تمه پاتې دي.