سکای نیوز راپور ورکړی چې د یوه پخواني برېتانوي ځانګړي ځواک غړي او یوه پخواني برېتانوي خبریال اعتراف کړی چې برېتانوي ځواکونو په افغانستان کې د خپل مأموریت پر مهال بېګناه افغانان وژلي او له بندیانو سره یې هم غیرانساني چلند کړی دی.
د راپور له مخې، دغو دوو کسانو د افغانستان د څېړنې کمېسیون ته په خپلو محرمو شهادتونو کې ویلي چې د دغو پېښو په اړه د اوږدې مودې چوپتیا او ناوخته اعتراف له امله ژوره پښېماني لري.
د دغو شهادتونو د یوې برخې پر بنسټ، د برېتانوي ځواکونو ځینو غړو به د ساعتتېرۍ لپاره افغان بندیان له باروړونکو موټرو څخه دباندې غورځول.
د شاهدانو له ډلې کریسټوفر ګرین، پرته له دې چې د پېښې د رامنځته کېدو ولایت نوم واخلي، ویلي چې برېتانوي ځواکونو د «رحیم» په نوم کلي کې درې وروڼه بزګران وژلي او وروسته یې د هغوی کورنۍ ته له ۳ زره او ۶۰۰ پونډو څخه زیاته مالي جبران ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د څېړنې کمېسیون د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو له لوري د احتمالي جنګي جرمونو ادعاوې څېړي. دغه کمېسیون د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د برېتانیا حکومت له خوا جوړ شو، څو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د وژنو، د بندیانو د ناسم چلند او د شواهدو د پټولو اړوند ادعاوې وڅېړي.