په پنجشېر کې د طالبانو د ولایت مقام ویاند سیفالدین لټون وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه را ایستل شوي ۳ زره او ۹۵ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لارې په دوه میلیونه او ۱۹۹ زره افغانیو وپلورل شول.
لټون ویلي، دغه زمرد نن (سهشنبه) د پنجشېر د طالبانو د کانونو او
پټرولیم ریاست له لوري پر ملي سوداګرو وپلورل شول.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ کال د
چنګاښ په ۹مه هم د پنجشېر له کانونو څخه ۳
زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لارې په ۱۹۸ زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو پر ملي سوداګرو پلورل شوي وو.
د پنجشېر زمرد د افغانستان له باکیفیته قیمتي ډبرو څخه شمېرل کېږي او
طالبان په وروستیو کلونو کې د داوطلبیو له لارې د دغو قیمتي ډبرو د پلور لړۍ
دوامداره ساتلې ده.