Search

کرېک‌اېنفو: ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د افغان ښځینه کرکټ لوبډله نړیوالو سیالیو ته لار ومومي

News image
23 چنګاښ 1405 - 10:30

کرېک‌اېنفو راپور ورکړی چې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) داسې یوه طرحه جوړه کړې چې له مخې یې د افغان ښځینه کډوالو د کرکټ لوبډله ښايي تر ۲۰۳۰  کال پورې د نړیوالو غوراوي سیالیو په بهیر کې د ګډون حق ترلاسه کړي، خو دا لوبډله به د افغانستان په نوم سیالۍ ونه کړي.

د راپور له مخې، د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د سکاټلنډ په اېډینبرو ښار کې د خپلې کلنۍ غونډې پر مهال یوه ځانګړې کاري ډله بېرته فعاله کړې چې د افغان ښځینه کډوالو د کرکټ لوبډلې د پرمختګ څارنه به کوي.

په دې کاري ډله کې د هند د کرکټ بورډ (BCCI)، د انګلستان او وېلز د کرکټ بورډ (ECB)، کرکټ اسټرالیا، د ICC خپلواکه غړې ډاکټره راز ریواز او د کرکټ ایرلنډ اجرائیه رئیسه سارا کین شاملې دي.

راپور وايي، دغه نوښت لوبغاړو ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په نوم سیالۍ وکړي، ځکه دوی لا هم د افغانستان د کرکټ بورډد افغانستان کریکټ بورډ ملاتړ نه لري او په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د ښځینه ملي لوبډلې د جوړېدو مخه نیسي.

د ای‌اېس‌پي‌اېن کرېک‌اېنفو په وینا، د دغو لوبغاړو ډېری یې په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري قرارداد شوې وې، خو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د افغانستان د ښځینه ملي کرکټ لوبډلې د جوړېدو بهیر ودرېد.

راپور زیاتوي، وروسته ډېری لوبغاړې اسټرالیا ته کډوالې شوې، په داسې حال کې چې ځینې نورې کاناډا او بریتانیا ته ولاړې.

د راپور له مخې، د افغان ښځینه کډوالو لوبډلې د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۳ کال د مرغومي په میاشت کې د اسټرالیا په ملبورن ښار کې په ګډه لوبه وکړه. دغې لوبډلې وروسته د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې هند او د ۱۴۰۵ کال په ترڅ کې انګلستان ته هم سفرونه کړي، چې لګښتونه یې د کرکټ نړیوالې شورا، د هند د کرکټ بورډ، د انګلستان او وېلز د کرکټ بورډ، کرکټ اسټرالیا او نورو شریکانو له لوري برابر شوي دي.

د نوې طرحې له مخې، د کرکټ نړیوالې شورا ځانګړې کاري ډله به د دې لوبډلې د اوږدمهاله ملاتړ څارنه کوي، چې په کې روزنه، فزیوتراپي، تمریناتي کمپونه او نړیوالې سیالۍ شاملې دي، څو لوبغاړې وکولای شي تر ۱۴۰۹ کال پورې د نړیوالې شورا د غوراوي سیالیو بهیر ته لار ومومي.

په راپور کې د افغان کډوالې کرکټ لوبغاړې ناهیده سپان له قوله ویل شوي چې دې پروګرام لوبغاړو ته زمینه برابره کړې څو کرکټ ته دوام ورکړي او د یوې لوبډلې په توګه خپل یووالی وساتي.

همداراز، بلې لوبغاړې فیروزه افغان ویلي چې د کرکټ نړیوالې شورا اوږدمهاله ژمنتیا د دوی لوبډلې ته د راتلونکې لپاره روښانه هدف ټاکلی دی.

ای‌اېس‌پي‌اېن کرېک‌اېنفو ویلي، تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې د افغان ښځینه کډوالو لوبډله به د کومې سیمې د غوراوي سیالیو له لارې نړیوالو سیالیو ته د رسېدو هڅه کوي.