Search

روبیو: د افغانستان د څېړنې له امله د نړیوالې جزايي محکمې پر ضد ډیپلوماتیک کمپاین پیل شوی

News image
23 چنګاښ 1405 - 09:52

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې متحده ایالات د نړیوالې جزايي محکمې (ICC) پر ضد ډیپلوماتیک کمپاین پیل کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د جګړې پر مهال د ادعا شویو جرمونو په اړه د دې محکمې څېړنه د دې اقدام له لاملونو څخه ده.

روبیو د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۲۳مه، دوشنبه په وال سټریټ ژورنال کې په خپره شوې مقاله کې لیکلي چې امریکا به له خپلو متحدو هېوادونو سره په ګډه، که اړتیا وي، نړیواله جزايي محکمه «خښته پر خښته» کمزورې کړي. هغه استدلال کړی چې واشنګټن به د امریکا د پوځ غړي د دې محکمې له قضايي صلاحیته خوندي وساتي.

د رویټرز د راپور له مخې، روبیو په ځانګړي ډول د نړیوالې جزايي محکمې هغې پرېکړې ته اشاره کړې چې د ۱۳۹۸ کال په ترڅ کې یې په افغانستان کې د جګړې د مهال د احتمالي جرمونو د څېړنې اجازه ورکړه. په دې څېړنه کې د امریکايي ځواکونو، طالبانو او د افغانستان د پخواني حکومت د اړوندو ادعا شویو جرمونو ارزونه شامله وه.

رویټرز ویلي، که څه هم د افغانستان د دوسیې په لومړیو کې د امریکايي ځواکونو له لوري د احتمالي سرغړونو څېړنه هم شامله وه، خو د ۱۴۰۰ کال راهیسې د محکمې څارنوالانو خپل تمرکز تر ډېره د طالبانو او د افغانستان د پخواني حکومت پر ادعا شویو جرمونو ور اړولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې د امریکا حکومت د نړیوالې جزايي محکمې او له هغې سره د تړلو بنسټونو پر ضد د ویزو محدودیتونه، د سفر بندیزونه، د بندیزونو پراخول او همداراز پر غړو هېوادونو ډیپلوماتیک فشارونه ارزوي، څو له محکمې خپل ملاتړ کم یا بند کړي.

نړیواله جزايي محکمه د روم د اساسنامې له مخې په ۱۳۸۱ کال کې جوړه شوې او دا مهال ۱۲۵ غړي هېوادونه لري، خو متحده ایالات یې غړی نه دی.

د نړیوالې جزايي محکمې یوه ویاند د مارکو روبیو د څرګندونو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.