د غزني ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د مرکز په «روضه کوتل» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله یوه مرګونې ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.
د غزني د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر په وینا، دغه پېښه د
شنبې ماښام شاوخوا د شپې په ۱۰ بجو د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر او یو تیلر ترمنځ شوې ده، چې له امله یې ۲ تنه مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي
دي.
د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې ۱۱ ښځې هم شاملې دي، چې له
دې ډلې ۸ تنه سطحي ټپونه لري.
مسوولان زیاتوي، چې د ژغورنې امبولانسونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي
او ټپیان د غزني ملکي او حوزوي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د روغتیايي سرچینو په وینا، د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت د قناعت وړ
بلل شوی دی.
د دې پېښې لامل د شپې تیاره او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده.