Search

غزني کې ترافیکي پېښو ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

News image
2 غویی 1405 - 11:00

د طالبانو د غزني امنیه قومنداني وايي، تېره ورځ او تېره شپه ناوخته په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادې قومندانۍ په وینا، یوه پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ د کوټه سیمې اړوند د کابل– کندهار پر لویه لاره د دوو مسافر وړونکو او یوه بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، او بله پېښه د واغظ ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له کبله شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په لومړۍ پېښه کې اووه کسان ټپیان شوي او په دوهمه کې څلور کسان ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې دواړه پېښې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.