د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د طالبانو پر چارواکو د بندیزونو د نوملړ د نوي کېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دغه بندیزونه له پیله بېګټې دي.
مجاهد سه شنبه د حمل په ۲۵مه له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې
د تحریمونو لګول نه یوازې کومه پایله نه لري، بلکې د افغانانو پر حقونو هم اغېز
کوي. د هغه په وینا، کله چې د یوه ارګان مشر تر بندیز لاندې وي، نو ټول ارګان او
ورسره عام خلک زیان ویني.
هغه دا اقدام «ظلم» بللی او ټینګار یې کړی، چې طالبان غواړي د تفاهم
لپاره زمینه برابره شي او نړیوال سازمانونه د نړۍ او افغانانو ترمنځ د نږدېوالي
لپاره کار وکړي، نه دا چې د سیاسي فشار وسیله وګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د یو
شمېر چارواکو په نوملړ کې بدلونونه راوستي، چې له وړاندې د بندیزونو سره مخ دي.
د یادو بدلونونو له مخې، د دغو کسانو هویتي معلومات، پخواني دندې او د
اوسېدو ځایونه نوي شوي دي. دغه چارواکي د سفر بندیز، د وسلو محدودیت او د شتمنیو د
کنګل کېدو له پرېکړو سره مخ دي.
په دې نوملړ کې د طالبانو د رئیسالوزرا، ملا محمد حسن اخوند، د هغه
اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو
او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري هم شامل دي.