مرستیال زیاتوي چې په دې غونډه کې ټولټال ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له ډلې یې ۱۷ پروژې منظورې او ۱۴ نورې تعدیل شوې دي.
د سرچینو په وینا، په منظور شویو پروژو کې د پنجشېر پوهنتون د لیلیې جوړول، د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي ودانۍ، د غزني ولایت د ګیرو، د فاریاب د بندر او د ننګرهار سپین غر ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول، د کونړ–نورستان د سړک د لومړي او دویم پړاو بشپړول، او د هېواد په څو ولایتونو کې د برېښنا رسولو پروژې شاملې دي.