Search

د برېټانیا ځانګړی استازی: افغانستان د ښځو له ګډون پرته پرمختګ نه‌شي کولای

News image
11 وری 1405 - 22:00
کابل ټریبون - د برېټانیا ځانګړی استازی د افغانستان لپاره، ریچارډ لینډسي، وایي چې د ملګرو ملتونو تازه راپور په دغه هېواد کې د وضعیت لا ډېر خرابوالی ښيي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د وري په۱۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، هېڅ هېواد نه‌شي کولای پرمختګ وکړي، تر هغه چې د هغه د نفوس نیمايي برخه له زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه بې‌برخې وي.

لېنډسي ټینګار کړی، چې د افغانستان هر وګړی حق لري پرته له وېرې، زورونې او تعقیب څخه په ازاد ډول ژوند وکړي.
هغه له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، د طالبانو تګلارې لا هم د افغانستان په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو پر حضور پراخ محدودیتونه لګوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د راپور له مخې، ښځې او نجونې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.