Search

طالبان: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۳۸ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې

News image
11 وری 1405 - 17:54
کابل ټریبون - د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي، چې په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې د افغانستان او روسیه ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۵۳۸ مېلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند، عبدالسلام جواد، د سې‌شنبې په ورځ (د وري په۱۱مه) له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې له دې جملې یوازې ۴ مېلیونه ډالره صادرات او ۵۳۴ مېلیونه ډالره واردات جوړوي.

د هغه په وینا، افغانستان روسیې ته خوراکي او غیرخوراکي توکي صادر کړي، په داسې حال کې چې له دغه هېواده د وارداتو لویه برخه خوراکي مواد او سون‌توکي جوړوي.

جواد زیاته کړه، چې له روسیې د وارداتو تر ټولو زیاته برخه نفت او ګاز دي.