Search

د ۲۰۲۶ نړۍوال شاخص راپور: قزاقستان، قرغیزستان او ترکمنستان کې د ترهګرۍ خطر صفر ته رسېدلی

News image
10 وری 1405 - 19:51
کابل ټریبون - د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ نړۍوال شاخص په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د مرکزي اسیا هېوادونه لا هم د نړۍ له هغو سیمو څخه دي چې ترهګري په‌کې تر ټولو کمه اغېزه لري؛ خو سیمه‌ییز ثبات په زیاتېدونکي ډول د بهرنیو ګواښونو، په ځانګړې توګه له ګاونډي افغانستانه، اغېزمنېږي.

یاد شاخص ترهګري د څلورو معیارونو - پېښو، مرګ‌ژوبلو، ټپیانو او یرغمل شویو کسانو — له مخې ارزوي او د پنځو کلونو وزنداره منځنۍ کچه کاروي تر څو د هغې اغېز وټاکي. که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې په نړۍ کې د ترهګرۍ کچه راټیټه شوې؛ خو د ګواښونو بڼه لا پېچلې او کم‌وړاندوینه شوې ده. د ترهګرۍ اصلي تمرکز لا هم په افریقا او سوېلي اسیا کې ده.

د راپور له مخې، قزاقستان، قرغیزستان او ترکمنستان هېڅ ترهګریزې پېښې نه‌دي ثبت کړي او د ترهګرۍ د خطر په شاخص کې یې صفر نمرې ترلاسه کړې دي، چې د ۱۶۳ ارزول شویو هېوادونو له ډلې په ګډه ۱۶۳م مقام لري. اوزبیکستان په ۹۵م ځای کې دی او لا هم د کم خطر په کټګورۍ کې شمېرل کېږي، په داسې حال کې چې تاجیکستان یوازینی د مرکزي اسیا هېواد دی چې د ګواښ کچه یې لوړه ده او په نړۍواله کچه ۴۱م ځای لري.

د سیمې نسبي ثبات د قوي امنیتي تدابیرو، د فعالو وسله‌والو شخړو د نشتوالي او د نړۍوالو ترهګرو ډلو د محدود حضور له امله بلل شوی دی؛ خو راپور خبرداری ورکوي چې بهرني ګواښونه په زیاتېدو دي، لکه په افغانستان او پاکستان کې د افراطي فعالیتونو زیاتوالی، د دوه‌اړخیزو اړیکو خرابوالی، او د تاجیکستان-افغانستان پر پوله د احتمالي کړکېچ زیاتوالی.

راپور همداراز داخلي وضعیت ته هم نغوته کوي او وایي چې د ځوانانو ترمنځ د افراطیت لېوالتیا چټکه شوې ده، چې ډیجیټلي پلتفارمونه او انلاین محتوا د افراطي ایډیالوژۍ په خپرولو کې مهم رول لري.