Search

طالبانو د ۱۰٫۲ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې کړې

News image
2 کب 1404 - 17:45
کابل ټربیون ـ د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون، چې مشري یې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر کوله، د شنبې په ورځ( د کب په ۲مه) په خپله غونډه کې د شاوخوا ۱۰٫۲ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې کړې دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې د منظورۍ لپاره ۳۷ پروژې کمېسیون ته وړاندې شوې وې، چې له ارزونې وروسته ۲۲ پروژې تصویب او په اوو نورو پروژو کې تعدیلات راوستل شول.

د خبرپاڼې له مخې، د څلورو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده سپارل شوې چې د بیو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره خبرې وکړي او خپل راپور د کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

همداراز، د دوو پروژو قراردادونه د دې لپاره لغوه شول چې ګټونکو شرکتونو ټاکلې بیې ونه منلې، او پرېکړه وشوه چې دغه پروژې بېرته ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شي.

د اقتصادي معاونیت په وینا، په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د قوش‌تیپې کانال دویم پړاو، د کندهار د احمدشاه بابا نړۍوال هوايي ډګر د ترمینل او پارکینګ جوړول، په فراه کې د مسافرو او بار وړلو ترمینل جوړول، په سمنګان کې له ایبک څخه تر روی‌دواب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، او د بدخشان د یاوان، د پکتیا د ډنډپټان او د هرات د ګلران ولسوالیو کې د عامه روغتونونو جوړول شامل دي.