د دغه وزارت په وینا، دا نندارتون د کورنيو توليداتو د ملاتړ، اقتصادي ودې، پانګونې د جذبولو او د نندارتوني کلتور د ودې په موخه جوړ شوی دی.
دغه وزارت د شنبې په ورځ( د سلواغې په ۲۵مه) په خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې چې نندارتون د ځايي چارواکو، سوداګرو، صنعتګرو او د سیمې مشرانو په حضور پرانيستل شوی او د تولیدوونکو لاسته راوړنو ته د بازار مستقیم معرفي کولو زمینه برابره کړې ده.
د اعلامیې له مخې، په دغه نندارتون کې شاوخوا ۴۰ غرفې جوړې شوي چې د هېواد بېلابېل او باکیفیته کورني توليدات پهکې نندارې ته وړاندې شوي دي.
تولیدوونکي کولی شي له دې فرصته د سوداګریزو اړیکو پراختیا او بازارموندنې لپاره کار واخلي.دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او خلک کولی شي له بېلابېلو غرفو څخه لیدنه وکړي او د کورنيو تولیدکوونکو محصولات وویني.