Search

د خیبرپښتونخوا چارواکي: د پاکستان– افغانستان د پولې تړل کېدو عواید او کاري فرصتونه سخت اغېزمن کړي

News image
10 سلواغه 1404 - 21:25

پاکستانۍ رسنۍ د خیبرپښتونخوا ایالت د چارواکو له قوله راپور ورکوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي تګلارو دوامدار تړل کېدل د دې ایالت اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي او د دولتي عوایدو د کمېدو او د کاري فرصتونو د له منځه تلو لامل شوي دي.

د «اکسپرس ټربیون» ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د ۱۰ دلو، په خپل راپور کې لیکلي چې د خیبرپښتونخوا د مالي چارو سلاکار مزمل اسلم، د پاکستان د فدرالي سوداګرۍ وزیر جام کمال ته په استولي لیک کې خبرداری ورکړی چې سرحدي سوداګري عملي ډول درېدلې ده. دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته شوی چې پاکستان له د صادراتو له کمښت، ورو اقتصادي ودې او د بې‌کارۍ له زیاتېدو سره مخ دی.

د اسلم په وینا، د «زیربنایي پراختیا مالیه» چې په مستقیم ډول له سرحدي سوداګرۍ سره تړاو لري، تر ۸۰ سلنې پورې راکمه شوې، چې دې حالت د ایالتي چارواکو جدي اندېښنې راپارولي دي.

هغه د خیبرپښتونخوا د عوایدو ادارې د لیک پر بنسټ ټینګار کړی چې د عوایدو دا کمښت د ایالت پر بودجه اضافي فشار وارد کړی دی.

په یاد لیک کې همداراز غوښتنه شوې چې د فدرالي او ایالتي چارواکو ترمنځ دې یوه لوړه‌پوړې ګډه ناسته جوړه شي، څو د سرحدونو د تړل کېدو مالي پایلې وڅېړل شي او د سوداګرو او صادرونکو د ستونزو لپاره حل‌لارې وموندل شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اصلي سرحدي تګلارې د ۲۰۲۵ کال د تلې له ۱۸مې (۱۰ اکتوبر) وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي له امله تړل شوې دي.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې دا ترینګلتیاوې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له امله رامنځته شوې دي؛ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.

سره له دې چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په خبرو کې د اوربند یادونه شوې او ویل شوي چې پر ځای پاتې دی، خو د پولو د بېرته پرانیستلو لپاره خبرې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

پاکستان د لیندۍ په لومړیو کې یوازې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو محدودو محمولو ته افغانستان ته د داخلېدو اجازه ورکړه.

د اکسپرس ټربیون د راپور له مخې، دواړو لورو په دې وروستیو کې د روان بن‌بست د ماتولو لپاره د ۱۳ کسیزې ګډې کمېټې پر جوړېدو سلا کړې، څو د تورخم په دروازه کې د خبرو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پیل زمینه برابره شي.