Search

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان پر روغتیايي مرکزونو ۲۲۳ ټنه درمل او روغتیایي تجهیزات وېشلي

News image
19 مرغومی 1404 - 21:45
کابل ټریبون – د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د ژمي له سختېدو او په افغانستان کې د روغتیایي اړتیاوو له زیاتېدو سره، ۲۲۳ ټنه اساسي درمل او روغتیایي تجهیزات یې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۱۹۳ روغتیایي مرکزونو ته رسولي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان رییس، تدروس ادهانوم ګیبریسوس، د جمعې په ورځ (د مرغومې په ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مرستې د ۲۰۲۵ له اکتوبر راهیسې وېشل شوي او د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر او د جاپان د نړۍوالو همکاریو اژانس په ملاتړ برابرې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې دا مهم حیاتي جوپې به د هغو سیمو په روغتیایي خدمتونو کې مرسته وکړي چې د واورو له امله روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی، او څه باندې ۲۰۰ زرو خلکو ته به روغتیایي خدمتونه برابر کړي.

د نړۍوال روغتیا سازمان رییس په وینا، دا درمل او تجهیزات د تنفسي انتاناتو، شري، د ماشومانو شدیدې خوارځواکۍ او نورو عاجلو روغتیایي حالاتو په درملنه کې کارول کېږي او دا د نړۍوالې ټولنې د ګډې ژمنې ښودنه کوي چې حتی په تر ټولو سختو شرایطو کې هم «د ټولو لپاره روغتیا» برابره کړي.