Search

طالبان: له هراته د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲ ټنه تازه مېوه صادر شوې

News image
15 مرغومی 1404 - 09:34
کابل ټربیون - هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي، تېرو نهو میاشتو کې له ولایته ۲۲زره او ۲۴ ټنه تازه مېوه بهر ته صادر شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مېوه د بېلابېلو هېوادونو بازارونو ته لېږدول شوې او ارزښت یې څه باندې ۱۶ میلیونه و.
طالبانو ویلي چې د مېوو صادراتو د ځایي اقتصاد په پياوړتیا او د بڼوالو د عاید په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.