Search

طالبان: په کاپیسا کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دېوال د بیا رغونې کار پیل شو

News image
12 مرغومی 1404 - 16:03 حمیم حلیم

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس، وایي چې د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ د کهنه‌دې سیمې د استنادي دېوال د بیا رغونې پروژه د ۴.۲ میلیونه افغانیو په لګښت رسماً پیل شوې ده.

حق‌شناس دا څرګندونې نن جمعه د جدي په ۱۲مه په خپله اېکس (X) پاڼه کې کړې او لیکلي یې دي چې د یادې پروژې د پیل مراسم د جدي ۲۲مه، ۱۴۰۴ هجري شمسي، د کاپیسا د والي قاري احسان‌الله بریال، د دې ولایت د فواید عامې رئیس مولوي بحرالله بدري، د سیمې د ځايي مسوولینو او قومي مخورو په حضور کې ترسره شول.

د نوموړي په وینا، یاد استنادي دېوال ۱۵۰ متره اوږدوالی او ۶ متره لوړوالی لري، چې د رغونې چارې یې له یوه خصوصي شرکت سره د قرارداد له مخې پیل شوې او ټاکل شوې ده د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند زیاتوي، دغه دېوال د روان کال د موسمي سېلابونو له امله تخریب شوی و او د عابرینو د ستونزو د هواري په موخه یې د بیا رغونې پروژه د یاد وزارت د روان کال په بودیجه کې شامله شوې، چې اوس یې عملي چارې پیل شوې دي.