9 مرغومی 1404 - 19:47
قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر د ډسمبر تر ۱۹مې نېټې څه باندې ۳٫۹ مېلیونه ټنه غنم بهرنیو بازارونو ته صادر کړي چې په دې کې د افغانستان ونډه ۲۶۰ زره ټنه ده.
دغو رسنیو د سېشنبې په ورځ (د مرغومې په ۹مه) لیکلي چې افغانستان ته د غنمو صادرات د تېر کال پرتله ۳۶٫۸ سلنه زیات شوي دي.
په راپور کې راغلي چې قزاقستان ته د افغانستان او نورو دودیزو بازارونو د غنمو صادراتو وده د بهرنیو بازارونو د قوي او دوامدار تقاضا له امله دوام لري او د صادراتو په ثبات او دوامداره ودې کې مرسته کوي.
د راپور پر بنسټ، اوزبیکستان ته د غنمو صادرات ۳۵ سلنه زیات شوي او له ۱٫۳۱۵ مېلیون ټنو څخه ۱٫۷۷۴ مېلیون ټنو ته رسېدلي او قرغیزستان ته صادرات هم دوه چنده شوي او له ۵۹ زرو ټنو څخه ۱۲۲ زرو ټنو ته لوړ شوي دي.
د قزاقستان د کرنې وزیر ایداربک ساپارف ویلي چې د دغه هېواد د غنمو ټولیز صادراتي ظرفیت ۱۳مېلیونه ټنه اټکل شوی او قزاقستاني غنم ۴۵ هېوادونو ته صادرېږي.