Search

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې په درې‌اړخیزه سیالیو کې له پاکستان سره لوبېږي

News image
5 مرغومی 1404 - 23:18

افغانستان د کرکټ بورډ  ویلي چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله به د زېمبابوې په کوربتوب د درې‌اړخیزو ځوانانو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په دویمه لوبه کې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا سیالي به د شنبې په ورځ، ۶ جدی ۱۴۰۴، د افغانستان پر وخت د غرمنۍ په ۱۲:۰۰ بجو د زېمبابوې پلازمېنه هراره کې د «هراره سپورټس کلب» په لوبغالي کې ترسره شي.

په دې درې‌اړخیز ټورنمنټ کې د افغانستان، پاکستان او کوربه زېمبابوې د ځوانانو لوبډلې ګډون لري، چې موخه یې ځوانو لوبغاړو ته نړیواله تجربه او سیالیزه فضا برابرول دي، څو د هغوی د پرمختګ بهیر پیاوړی شي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله، چې د هېواد د «راتلونکو ستورو» په نوم یادیږي، له دې سیالیو څخه د ملي لوبډلې لپاره د راتلونکو لوبغاړو د چمتو کولو په موخه ګټه اخلي، ځکه چې د ځوانانو کرکټ د افغانستان د اوږدمهاله نړیوالو بریاوو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.