Search

رویټرز: روسیې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع ګاز صادرات نږدې دوه برابره کړي

News image
5 مرغومی 1404 - 20:15

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې روسیې د روان کال د جنورۍ له میاشتې تر نومبر پورې، منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ته د مایع ګاز (LPG) صادرات نږدې دوه برابره کړي او دا کچه شاوخوا ۱.۰۱۶ میلیونه ټنو ته رسېدلې ده.

د صنعتي سرچینو په وینا، چې له رویټرز سره یې خبرې کړې، دا زیاتوالی وروسته له هغې رامنځته شوی چې اروپا د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې د اوکراین د جګړې له امله له روسیې څخه د مایع ګاز واردات محدود کړل، او مسکو اړ شو د دې توکي د صادراتو لپاره نوې لارې ولټوي.

د راپور له مخې، دا مهال د روسیې د مایع ګاز شاوخوا ۳۶ سلنه صادرات افغانستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان او ازبیکستان ته ځي، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۹ سلنه وه.

رویټرز لیکلي چې افغانستان په دې سیمه کې د روسیې د مایع ګاز تر ټولو لوی پېرېدونکی بلل کېږي.

د صنعتي سرچینو د معلوماتو له مخې، د قزاقستان سره د «کازروس‌ګاز» ګډ شرکت محمولې هم په کې شاملې دي، او د روان کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې افغانستان ته د روسیې د مایع ګاز صادرات ۱.۵ برابره زیات شوي او ۴۱۸ زره ټنو ته رسېدلي دي.

سوداګریزو سرچینو همدارنګه ویلي چې افغانستان ته د روسیې د صادراتو زیاتوالی تر یوه بریده د ایران د صادراتو د کمېدو له امله دی؛ هغه هېواد چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د روان کال د سرطان په میاشت کې د افغانستان د نوي سفیر باورلیک ومانه او په دې توګه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسميت وپېژاند.