Search

طالبان: له اسلام‌کلا بندره ۲۷ ټنه بې‌کيفيته کاشي مسترد شول

News image
29 لیندۍ 1404 - 22:21
کابل ټربیون - د طالبانو د معیار او کیفیت اداره وايي چې د کاشي یوه ۲۷ ټني جوپه یې له کره ارزونې او څېړنې وروسته، د اسلام‌کلا له بندره صادر کوونکي هېواد ته بېرته استولي دي.

دغې ادارې د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۹مه) په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا جوپه له کورنیو معیارونو سره د نه برابرېدو له امله، وروسته له دې چې د لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست له خوا کیفیت کنټرول شوی و، مسترد شوې ده.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې دا بهیر به په پرېکنده توګه دوام ومومي ترڅو د هېواد بازارونو ته د بې‌کيفيته توکي د ننوتلو مخه ونیول شي.

په اعلامیه کې راغلي چې په ټولو بندرونو کې د کورنیو معیارونو جدي تطبیق، د باکیفیته بازار رامنځته کول او د وګړو روغتیا او خوندیتوب تأمین د دغې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.