Search

ایران: د افغان وګړو لپاره د کار ویزې شپږ زره غوښتنې منل شوې دي

News image
28 لیندۍ 1404 - 20:06

ایراني چارواکي وایي، چې د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۲۰ زره ایراني کارفرمایانو د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول د افغان اتباعو د ګمارنې لپاره غوښتنې ثبت کړې دي، چې له دې ډلې یې د کار ویزې د صادرېدو شپږ زره غوښتنې منل شوې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز رییس نادر یاراحمدي د جمعې په ورځ (۲۸ قوس) د ایرنا خبري اژانس ته ویلي، چې د کار ویزه یوازې د کورنۍ سرپرست ته ورکول کېږي او یاد کسان اجازه نه لري خپلې کورنۍ له ځان سره ایران ته یوسي.

د هغه په وینا، هغه کسان چې د کار ویزه ترلاسه کوي، کولای شي تر نهو میاشتو پورې په ایران کې کار وکړي او وروسته د درېیو میاشتو لپاره افغانستان ته ستانه شي. یاراحمدي زیاته کړې، که قوانین مراعات شي، مالیه او بیمه ورکړل شي او د کارفرما له لوري بیا غوښتنه وشي، د کار د دوام لپاره د بېرته ستنېدو امکان شته.

نوموړي همداراز ویلي، چې کارفرمایان کولای شي خپلې غوښتنې د بهرنیو وګړو د انتقال د سامانه له لارې ثبت کړي. د ده په وینا، دا غوښتنې لومړی د ۱۵ ورځو لپاره د ایراني کار غوښتونکو په واک کې ورکول کېږي او که کورنی کاري ځواک موجود نه وي، نو بهرنیو وګړو ته د کار د غوښتنې اجازه ورکول کېږي.

یاراحمدي ټینګار کړی، چې د کار لپاره د افغان وګړو غیرقانوني ننوتل د منلو وړ نه دي او هغه کسان چې په ناقانونه ډول ایران ته ننوځي، تر پېژندنې وروسته به ونیول شي او له هېواده به واېستل شي.