د هلمند ولایت د سنګین او ګرشک ولسوالیو ترمنځ، د حنجري په کلي کې د
میانکو بند د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د یاد بند لوړوالی له ځمکې د سطحې
څخه ۱۰ متره، اوږدوالی یې ۱۱ متره او سور یې ۳ متره ښودل شوی، چې تمه ده
سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ هستوګنیز کورونه د سیلابونو او تخریب له ګواښ څخه
وژغوري.
دا پروژه د ملګرو ملتونو د
پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د کوکنارو د بدیل موندلو، خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو
او د اوبو د مدیریت د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.
د طالبانو د کلیو بیارغونې او
پراختیا وزیر محمدیونس اخندزاده د دغې پروژې د اهمیت په اړه ویلي، چې د میانکو بند
د جوړېدو پروژه د ۳۸۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت تطبیقېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو دوو
میاشتو کې د هلمند او کندهار ولایتونو ۱۱۹ سیمې سروې شوې او د شته امکاناتو په پام کې نیولو
سره به روان کال له ۱۰ څخه تر ۲۰ پورې ورته نورې پروژې هم پیل شي.
د هغه په وینا، هلمند، کندهار،
زابل او روزګان هغه ولایتونه دي چې د سختې وچکالۍ او سیلابونو له امله ډېر زیانمن
شوي او دا ډول پراختیايي پروژو ته بیړنۍ اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد
ولایتونه د وچکالۍ او ناڅاپي سیلابونو له امله له بېلابېلو جدي ننګونو سره مخ دي،
او د اوبو د مدیریت دا ډول پروژې د خلکو د ژوند د خوندیتوب او اقتصادي ودې لپاره
حیاتي ارزښت لري.