د طالبانو د اقتصاد وزارت وایي، دین محمد «حنیف»، د طالبانو د اقتصاد وزیر، د «هانکانګ ګروپ» د کمپنۍ له مشر حای یانګ (Hui Yang) او د هغه له مل پلاوي سره په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په تړاو لیدنه کړې ده.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، حای یانګ په افغانستان کې د سرتاسري امنیت له ټینګښت څخه خوښي څرګنده کړې او بهرنیو پانګوالو ته د رامنځته شویو فرصتونو او اسانتیاوو ستاینه یې کړې ده.
نوموړي د خپلې کمپنۍ د فعالیتونو او تجربو په اړه ویلي، چې «هانکانګ ګروپ» په بېلابېلو هېوادونو کې د ودانیو، سړکونو او پلونو جوړولو، استوګنیزو ښارګوټو، د کانونو استخراج او صنعتي فعالیتونو پراخه تجربه لري.
د خبرپاڼې له مخې، د هانکانګ ګروپ مشر د افغانستان د کانونو د استخراج او د اوبو د مدیریت په برخو کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې او د دې برخو په پروژو کې یې د پانګونې ډاډ ورکړی دی.
په همدې حال کې، دین محمد «حنیف» د افغانستان سوداګریز او پانګوالیز ظرفیتونه یاد کړي او ویلي یې دي، چې د اقتصادي همکاریو پراخول، د سوداګرۍ اسانتیاوې، د پانګونې جلب او له سیمې هېوادونو سره د ترانزیټي لارو پراختیا مهم لومړیتوبونه دي. نوموړي د «هانکانګ ګروپ» له لوري په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې هرکلی کړی او د طالبانو د ملاتړ ډاډ یې هم ورکړی دی.