د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د شاوخوا ۱۵۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یو شمېر سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه تړونونه نن چهارشنبه په
کابل کې د افغان–قزاق ګډ سوداګریز کنفرانس پر مهال د دواړو هېوادونو د خصوصي
سکټورونو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد تړونونه د سرو زرو، درمل جوړولو، بوټونو،
مخابراتو، کانونو او انرژۍ، لوژستیک او ټرانسپورټ، کرنې، ساختماني چارو او
بانکدارۍ په برخو کې شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دغو تړونونو لاسلیک د
افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو پانګونو د
زیاتوالي په لور مهم ګام بلل کېږي.