د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په۲۴مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې له دې منځه د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره او ۲۱۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۳ زره او ۳۰۴ ټنه، د تورغوندۍ بندر له لارې ۱۸ زره او ۸۳۸ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴ زره او ۸۲ ټنه لېږد رالېږد شوی چې له پهکې نفتي او نور توکي شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو لېږدونو یوه برخه صادرتي توکي جوړوي او تېره اوونۍ ۲۰۲ ټنه سوداګریز توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې ډېره برخه یې د انارو جوس و.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ټینګار کړی چې د اورګاډي له لارې د صادراتو او وارداتو د کچې په زیاتوالي سره به نور کاري فرصتونه رامنځته شي، ملي عواید به زیات شي او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او د هېواد د ځان بسیاینې زمینه به برابره شي.