د ناورې کډوالو شورا (NRC) وايي، افغانستان د یوې په چټکۍ خرابېدونکې بشري کړکېچ سره مخ دی، ځکه نږدې ۱۷.۴ میلیونه وګړي ،چې د ټولې نفوس نږدې ۳۶ سلنه جوړوي ، د لوږې له سخت ګواښ سره مخ دي.
NRC په یوې اعلامیه کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، خبرداری ورکړی چې
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو وروستي ډله ییز ستنېدل، له اوږدې وچکالۍ
او په ختیځ او شمال کې له ورانوونکو زلزلو سره یو ځای، میلیونونه کورنۍ له سقوط
سره مخ کړې دي. ګڼ شمېر خلک حتی د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولای نه شي.
د ناروې د کډوالو شورا زیاتوي چې د ژمي نږدې کېدو وضعیت لا پسې جدي
کړی، ځکه یخنۍ به هغه زیان منې ټولنې لا ډېرې له خطر سره مخ کړي چې له لوږې او بېځایه
کېدو سره لاس او ګریوان دي.
NRC پر
نړیوالې ټولنې غږ کړی چې خپل بشري ملاتړ په پراخه کچه زیات کړي، او له مرستهکوونکو
او بشري شریکانو یې غوښتي چې د افغان کورنیو د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره دې
ژر او اغېزمن ګامونه پورته کړي.