کابل ټربیون ـ په هرات ولایت کې ځایي طالبان وايي چې د دغه ولایت یوه تولیدي شرکت په لومړي ځل ۵۰ ټنه مربا او اچار د امریکا متحده ایالاتو ته صادر کړي دي.
هرات کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شرکت ۸۰ کسانو ته کاري زمینه برابره کړې او د صادر شوې جوپې ارزښت شاوخوا ۳۰ زره ډالره اټکل شوی دی.
د شرکت مسوولانو ویلي چې راتلونکې میاشت به نورې جوپې اروپايي هېوادونو ته هم ولېږل شي.
بل خوا، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې سږ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دغه ولایت صادرات ۶۰ مېلیونو ډالرو ته رسېدلي چې دا شمېره د تېر کال پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.