Search

افغانستان او ازبکستان د کرکټ د پراختیا هوکړه لیک لاسلیک کړ

News image
10 لیندۍ 1404 - 14:03

د افغانستان کرکټ بورډ او د ازبکستان د کرکټ فدراسیون چارواکو نن دوشنبه د قوس په ۱۰مه په تاشکند کې د کرکټ د ودې او همکاریو د پراختیا هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان او د بورډ غړي ډاکټر احمد خالد حاتم، او د ازبکستان له لوري د دغه هېواد د کرکټ فدراسیون عمومي رییس عزیز میخلیو او اجراییوي رییس فضلی‌الدین عبدولیو ګډون کړی و.

د نوې هوکړې له مخې، افغانستان کرکټ بورډ به د ازبکستان د کرکټ فدراسیون سره په روزنیزو کورسونو، د لوبڅارانو روزنه، فزیکي چمتووالي، فزیوتراپي پروګرامونو، ویډیویي تحلیل، استعداد موندنې، تخنیکي ورکشاپونو او د افغان روزونکو په مشرۍ د روزنیزو کمپونو په برابرولو کې همکاری کوي.

همدارنګه، افغان لوري ژمنه کړې چې د کرکټ نړیوالې شورا د روزنیزو پروګرامونو لپاره به د ازبکستان روزونکو ته د ګډون زمینه برابروي او د کابل په ظرفیت لوړونې مرکز کې به ازبک لوبغاړو ته د تمرین فرصتونه ورکوي.

د دې ترڅنګ، افغان ابدالي لوبډله، نولس کلنه ملی لوبډله او د کورني کرکټ مخکښې لوبډلې به په ازبکستان کې په دوه اړخیزو سیالیو کې برخه اخلي؛ هغه څه چې د ازبکستان لپاره عملي لوبیز فرصتونه رامنځته کوي.

اجراییوي رییس نصیب خان وویل چې افغانستان له نویو مخ پر وده هېوادونو سره د کرکټ د تجربو شریکولو ته ژمن دی او له ازبکستان سره همکاري یې د سیمې د کرکټ د پراختیا لپاره مهمه ده.د بورډ غړي ډاکټر احمد خالد حاتم هم ټینګار وکړ چې دغه هوکړه لیک به د سیمې کرکټ اړیکې پیاوړې کړي او د روزنې او تخنیکي پرمختګ لپاره نوې لارې پرانیزي.

د ازبکستان د کرکټ فدراسیون مشر عزیز میخلیو افغانستان ته د خپلو تجربو له شریکولو مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان پرمختګ د نوو کرکټي هېوادونو لپاره یوه مهمه بیلګه ده.د فدراسیون اجراییوي رییس فضلی‌الدین عبدولیو هم وویل چې د افغانستان چټک پرمختګ د هغوی لپاره الهام‌بښونکی دی او تمه لري چې له ګډو تجربو څخه ګټه پورته کړي.