هرات کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وايي چې په دغه ولایت کې د یوې کارخونې تولید شوي د ګازو ټانکرونه روسیې، اوزبیکستان او قزاقستان ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۵ مه) خپره شوې، راغلي چې تر اوسه له دې کارخونې د ګازو ۱۴ لوی ټانکرونه روسیې او اوزبیکستان ته صادر شوي او د صادراتو بهیر لا هم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخکې هم د هېواد په تولیدي کارخونو کې د فعالیتونو د زیاتوالي خبر ورکړی و.
له دې ادعاوو سره سره، ځينې وګړي له بېکارۍ، اقتصادي ځوړ او د کاري فرصتونو له کمېدو شکایت کوي او ټینګار کوي چې په ورځني ژوند کې ریښتینی پرمختګ نه لیدل کېږي.